د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د کندهار له نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۱:۵۷
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د کندهار له نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) پرون چهارشنبې (۱۴۴۴/۴/۱۴) نېټه کندهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه.

محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) د کندهار له نظامي محکمې څخه د لیدنې پر مهال د دې محکمې له مسؤولینو سره وکتل.

شیخ صاحب د دې لیدنې پر مهال د نظامي محکمې مسؤولینو ته هدایت وکړ چې د بې برخلیکه بندیانو دوسیو ته عاجله رسېدنه وکړي.

محترم شیخ صاحب د یادې محکمې مسؤولینو ته وویل، ټولو هغو دوسیو ته چې محکمې ته راجع کېږي پر ټاکلي وخت شفافه، اصولي او شرعي توګه رسېدنه وکړئ.

دغه راز شیخ صاحب له ظالم څخه مظلوم ته د حق په سپارلو د ټینګار ترڅنګ وویل، د هېچا مرتبې او مقام ته مه ګورئ، له ټولو مجرمانو سره (که لوړپوري چارواکي او که عادي کسان وي) د شریعت او قانون مطابق چلند وکړئ.

پر دې سربېره د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د محاکمو د چارو د لا بهبود په خاطر د یادې نظامي محکمې مسؤولینو ته ځینې لازم هدایات او سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده چې محترم شیخ صاحب په همدې نېټه کندهار ولایت کې د جنوب لویدیځ زون د تمیز له ریاست څخه هم لیدنه کړې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۰
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یاد ولایت د علماوو شورا له پلاوي سره وکتل

د کابل ولايت مرافعه محکمې مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت د علماوو شورا له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۹۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر   ۲۹ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۹۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۳۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰). . .

بیا په خبرونو کی