د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۴۳) قلمه پرنټر رنګونو د تدارک خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۴۳) قلمه پرنټر رنګونو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې ترلاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او عقودو قانون په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۳۱/۳/۱۴۰۵هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند تدارکاتو آمریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنیټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین[په بانکي ډول] یو سل او اووه شپېته زره ( ۱۶۷۰۰۰) افغانۍ دی.
د آفرونو پرانیسته په ۳۱/۳/۱۴۰۵هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته په ۲۴/۳/۱۴۰۵هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.
