د سترې محکمې نظامي معاون د یوه پلاوي په مشرۍ د هیواد ۲۵ ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۷
د سترې محکمې نظامي معاون د یوه پلاوي په مشرۍ د هیواد ۲۵ ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې نظامي معاون محترم شیخ خیرجان خیرخواه صاحب د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال په جمادي الثاني میاشت کې د اسلامي امارت د محترم مشرتابه په حکم او د سترې محکمې په هدایت د یوه پلاوي په مشرۍ د نظامي محاکمو زونونو او د هغوی اړوند ولایتونو ته سفر وکړ.

د سترې محکمې د نظامي معاون محترم شیخ خیرجان خیرخواه صاحب په مشرۍ دغه پلاوي چې د سترې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان مفتي محترم مولوي حیات الله (ثابت مفتي)، د یاد دېوان محرر محترم مولوي عبدالباقي (طیب) او محترم مولوي صفی الله (الهام خادم) یې غړیتوب درلود، د خپل سفر پر مهال د هر ولایت د استیناف محکمې له رئیس او نورو مسؤولینو، د زونونو د رئیسانو او غړو او د امکان په صورت کې د هر ولایت له والي سره وکتل.

د سترې محکمې دغه پلاوي له یادو مسؤولینو سره د لیدنو پر مهال په هر ولایت کې د نظامي محکمې د څانګې د جوړولو پر اهمیت مشورې وکړې او د ولایتونو ترمنځ فاصلې او د نظامي پېښو اندازې ته په کتو یې دا مناسبه وګڼله چې په ولایتونو کې تقریبا ۱۵ نظامي څانګې جوړې شي ترڅو د مجاهدینو مشکل حل شي.

د سترې محکمې د نظامي معاونیت دغه پلاوی فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، ننګرهار، لغمان، کونړ، بامیان، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او اروزګان ولایتونو ته له خپل ۲۲ ورځني سفر وروسته بېرته سترې محکمې ته راستون شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۵۵
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۰۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۶) دوسيو ته پر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۲/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۴ /۷ / ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۴۹) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

بیا په خبرونو کی