د غزني د مرافعه محکمې د سرپرست رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۵:۲۰
د غزني د مرافعه محکمې د سرپرست رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه


د دوشنبې په ورځ(۲۸ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د غزني ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس مولوي محمد مبین (الطاف) د مرافعه محکمې په ریاست کې د عدلیې ریاست له رئیس او اداري کارکونکو او د مرافعه محکمې د دواوینو له رئیسانو سره اداري ناسته وکړه.

په دې ناسته کې چې د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه پر یو لړ مهمو او مشترکو موضوعاتو لکه د امارتي ځمکو ساتنه او پر هغوی باندې د دعوا په صورت کې څېړنه، د قضایای امارت لخوا محاکمو ته پر وخت د معلوماتو ورکول او داسې نورو مواردو بحث وشو.

‎وروسته د مرافعه محکمې د سر پرست رئیس له لوري مشترکو ستونزو ته حل لارې پیدا او مربوطه مرجع ته یې لازم هدایت وکړل ترڅو یادو ستونزو ته د رسېدو برخه کې جدي هڅې وکړي، د ستونزو پر وخت یو له بل سره تفاهم او همکاري وکړئ.

 ورپسې د عدلیې رئیس مولوي محمد یعقوب (عاصم) د هر راز همکاریو ژمنه وکړه او ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی