د فراه محاکمو د یوې میاشتې په جریان کې د (۳۰۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۵۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۳:۳۴
د فراه محاکمو د یوې میاشتې په جریان کې د (۳۰۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۵۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۲۷ /۱۲ /۱۴۴۴ هـ ق څخه تر۲۴ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق نېټې د فراه ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائیه محکمې او د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو څلورو اونیو حقوقي او جزائي اجراآت شامل دی .

په حقوقي برخه کې:

په یاده موده کې د فراه ولایت محاکمو ته (۱۸۰) حقوقي دوسیې راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې .

له دې جملې څخه (۱۰) دوسیې مکتوبي مسترې شوې، د (۲۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په یاده موده کې د فراه ولایت محاکمو ته (۲۹۲) جزائي دوسیې راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.


له دې جملې څخه (۴) دوسیې مکتوبي مسترې شوې، د (۳۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۴) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۵۷۵) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا شوې دي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی