د فراه ولایت محاکمو د یوې میاشتې په جریان کې د (۴۵۵) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۴۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۹:۱۵
د فراه ولایت محاکمو د یوې میاشتې په جریان کې د (۴۵۵) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۴۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۲۱ /۱۱ /۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۲۵ /۱۲ /۱۴۴۴ هجری قمري نېټې د فراه ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائیه محکمې او د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو څلورو اونیو حقوقي او جزائي اجراآت شامل دی .

په حقوقي برخه کې:

په یاده موده کې د فراه ولایت محاکمو ته (۱۵۵)  حقوقي دوسیې راجع شوې  دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې .

له دې جملې څخه  (۲) دوسیې مکتوبي مسترې شوې،  د (۲۱۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي .

په جزائي برخه کې:

په یاده موده کې د فراه ولایت محاکمو ته (۲۴۵)  جزائي دوسیې راجع شوې  دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې .

له دې جملې څخه  (۳) دوسیې مکتوبي مسترې شوې،  د (۴۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي .

همدا راز په یاده موده کې (۴۴۴) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی