د لغمان د استیناف محکمې رئیس له څلورو ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
د لغمان د استیناف محکمې رئیس له څلورو ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس مفتي عبدالله(فرقاني)صاحب د ۱۴۴۴هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۶مه،۱۷مه او۲۰مه نېټه د دغه ولایت د علینګار، علیشنګ، قرغهیي او دولت شاه ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو قضائي او اداري چارې یې له نږدې وکتلې.

د استیناف محکمې رئیس د یاد سفر عمده موخه له نږدې څخه د محاکمو د قضائي او اداري چارو نظارت، د یادو محاکمو د مشکلاتو تشخیص، په ټولو محاکمو کې د شفافیت لا ډېروالی او له مرافعه محکمې سره د ټولو ابتدائیه محاکمو د رابطې تقویه کول وو.

د استیناف محکمې رئیس د یادو ابتدائیه محاکمو له ټولو اجراآتو څخه لیدنه وکړه، د هغوی دحاضرۍ کتابونه یې وکتل، مسؤولینو او منسوبینو ته یې ټینګار وکړ چې حاضرۍ ته پابند اوسي.

د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي مفتي عبدالله(فرقاني) د یادو ابتدائیه محاکمو مسؤولینو او کارکوونکو ته په خطاب وویل، همېشه خپلو دندو ته په خپل وخت حاضر شئ، په خپلو چارو کې له صداقت، ایمانداری او شفافیت څخه کار واخلئ او له مراجعینوسره نېک چلند وکړئ.

د یادونې وړ ده چې د استیناف محکمې رئیس پر یادو ابتدائیه محاکمو سربېره د لغمان ولایت له ښاري محکمې څخه هم  لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی