د لوګر د استیناف محکمې رئیس د بر‌کي برک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته د قضائي اجراآتو د ارزونې په موخه سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۹:۵
د لوګر د استیناف محکمې رئیس د بر‌کي برک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته د قضائي اجراآتو د ارزونې په موخه سفر وکړ

د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس محترم مولوي روح الله عبدالسلام او د لوګر ولایت د استیناف محکمې د مدني دېوان رئیس محترم مولوي اکبرجان سعید په ۲۹/ ۷ / ۱۴۴۴ هــ ق نېټه د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

د استیناف محکمې رئیس برکي برک ابتدائیه محکمې ته له رسېدو وروسته د حاضرۍ، اندراج، واردې او صادرې او رسیداتو کتابونه وکتل او مسؤولینو ته یې په يادو کتابونو کې د شته نیمګړتیاوو د سمون لارښوونه وکړه  .

ورپسې یې د یادې محکمې د قضائي اجراآتو (فیصلو، قرارونو او وثیقو) ځینې نمونې مطالعه کړې او په یادو برخو کې د لا دقت او شفافیت په موخه یې د ابتدائیه محکمې مسؤولینو ته لارښوونې وکړې.

نوموړي د یادې محکمې مسؤولینو ته توصیه وکړه چې خپلو دندو ته دې پابند اوسي، په قضائي اجراآتو کې دې د کار د کمیت تر څنګ د کار کیفیت ته هم توجه وکړي او کارونه دې د یوه منظم پلان له مخې ترسره کړي؛ تر څو کاري وخت په سالمه توګه مدیریت او مثبته نتیجه ولري.

په پای کې د استیناف محکمې رئیس د برکي برک محکمې د مسؤولینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې  د امکان تر حده به د دوی ستونزې حل او غوښتنو ته به يې رسېدنه ورکړي.

د یادو سفرونو عمده موخه د محاکمو له قضائي او اداري اجراآتو څخه لیدنه، د شته نیمګړتیاوو حل، قضات خپلو دندو ته متوجه کول او له مرکز سره د ولسوالیو د اړیکو تقویه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی