د لوګر د مرافعه محکمې رئیس د محمدآغې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۴:۱۹
د لوګر د مرافعه محکمې رئیس د محمدآغې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

په ۶/ ۲/ ۱۴۴۴ هــ ق نېټه د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي موسی کليم (عاصم) او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت د محمدآغې ولسوالۍ له محکمې څخه لیدنه ترسره کړه.

د مرافعه محکمې رئیس یادې محکمې ته له رسېدو وروسته د حاضرۍ، اندراج، واردې صادرې او رسیداتو کتابونه وکتل او مسؤولینو ته یې په يادو کتابونو کې د شته نیمګړتیاوو د سمون لارښوونه وکړه.

ورپسې یې د یادې محکمې د قضائي اجراآتو (فیصلو، قرارونواو وثیقو) ځینې نمونې مطالعه کړې چې په یادو برخو کې د مرافعه محکمې رئیس له دوی سره خپل نظر شریک کړ.

دغه راز محترم مولوي موسی کليم (عاصم) د یادې محکمې مسؤولینو ته توصیه وکړه چې  خپلو دندو ته دې پابند اوسي، د بندیانو دوسیو ته دې پر وخت رسېدنه کوي، په قضائي اجراآتو کې دې د کار د کمیت تر څنګ د کار کیفیت ته متوجه شي او کارونه دې د یوه منظم پلان له مخې ترسره کوي؛ تر څو کاري وخت په سالمه توګه مدیریت او مثبته نتیجه پرې مرتبه وي.

ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د محمدآغې محکمې د مسؤولینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او له دوی سره یې ژمنه وکړه چې د امکان تر حده به د دوی ستونزې حل او غوښتنو ته به يې رسېدنه وکړي.

د یاد سفر عمده موخه د محاکمو له قضائي او اداري اجراآتو څخه لیدنه، د شته نیمګړتیاوو حل، قضات خپلو دندو ته متوجه کول او له مرکز سره د ولسوالیو د اړیکو پراخوالی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی