د نورستان د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د ولایتي ادارو د مسؤولینو ناسته ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۰:۶
د نورستان د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د ولایتي ادارو د مسؤولینو ناسته ترسره شوه

 

په ۱۴۴۴/۱۱/۱۷ هـ ق نېټه د نورستان ولایت د مرافعه محکمې د غونډې په تالار کې د یادې محکمې د رئیس محترم مفتي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ د عدلي، قضائي، امینتي او کشفي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې چې د کلام الله د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، د نورستان د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبیدالله (سلیم)، د عدلیې رئیس، د ولایت مقام استازۍ، د امنیه قوماندانۍ استازي، د استخباراتو ریاست استازي او امربالمعروف و نهي عن المنکر ریاست استازي ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د نورستان د مرافعه محکمې رئیس راغلو مسؤولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې.
وروسته د عدلیې رئیس محترم مولوي عبدالله د قانون په چوګاټ کې د عدلي، قضائي، امنیتي او کشفي ارګانونو مسؤولینو ته د دوی د صلاحیتونو او مسؤولیتونو د ښه ترسره کېدو په تړاو تفصیلي وینا وکړه.

دغه راز د نورو ریاستونو راغلو استازو په خپل وار سره د غونډې د اجنډا په تړاو ویناوې وکړې، قضائي او عدلي ارګانونو ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

پردې سربېره ګډونوالو په خپل وار سره د ستونزو او مشکلاتو په اړه د ناستې ګډونوالو ته خپل  وړاندیزونه شریک کړل او ټولو ارګانونو د اسلامي نظام د استحکام لپاره یو بل ته د لازمې اصولي همکارۍ ډاډ ورکړ.

  ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی