د پکتيکا په ډیله ولسوالۍ کې د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بخښنه وشوه

د پکتیکا ولایت په ډیله ولسوالۍ کې د دوه کورنیو ترمنځ دوه کاله وړاندې د یو سړي د قتل له امله دښمني رامنځته شوې وه، چې د پکتیکا ولایت د ډیله ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې محترم قاضي په هلو ځلو، نېکو توصیو، علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۲۰/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بخښنه وشوه.
په يادې فيصلې سره د دوه کورنيو ترمنځ دوه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه، د دعوی دواړو طرفونو ژمنه وکړه چې نور به له خپلو زړونو کینه او عداوت لرې کوو او د دوستۍ په فضاء کې به خپل ژوند ته دوام ورکوو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې دیني عالمانو او قومي مشرانو هم ګډون کړی و، چې د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.