د پکتیا د استیناف محکمې رئیس د دغه ولایت د زندان له مسؤولینو او زندانیانو سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۴:۲۴
د پکتیا د استیناف محکمې رئیس د دغه ولایت د زندان له مسؤولینو او زندانیانو سره وکتل

د 1444 هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په 8مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس  محترم مفتي عبیدالله خالد د دغه ولایت د زندان له مسئولینو او زندانیانو سره لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس له محبوسینو سره په کتنه کې د هر بندي ستونزې په غور سره واورېدې؛ له بندیانو سره یې تر دوه ساعته مجلس او خبرې وروسته دوی ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

د استیناف محکمې رئیس وویل چې په محبس کې د لوی الله (جل جلاله) عبادت کوئ، د ذکر او اذکارو په کولو یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې قضاتو ته ورځ په ورځ  زه سپارښتنه کوم ترڅو ستاسو دوسیې ژر تر ژره وڅېړي او ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د پکتیا ولایت د عمومي زندان ټولو بندیانو د مرافعه محکمې له رئیس څخه خوښي وښوده او هغه ته یې د خیر دعاګانې وکړې.

 مفتي عبیدالله خالد او ورسره مل پلاوي د زندان له ریاست، د زندانیانو د اوسېدو له خونو، د زندان له طعام خونې (آشپزخانې) د زندان ریاست  له کلینیک او د زندانیانو د تفرېح له ځایونو څخه لیدنه وکړه.

همدارنګه د مرافعه محکمې رئیس د زندان ریاست د ښځینه محبوسینو د استوګنې ځای له نږدې وکاته، د دوی ستونزې یې واورېدې.

د پکتیا ولایت د زندان مسؤولینو د مرافعه محکمې رئیس ته ډاډ ورکړ چې موږ به له زندانیانو سره نېکه رویه او چلند کوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی