د پکتیا د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
د پکتیا د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته وشوه

د چهارشنبې په ورځ (۱۹ /۷ /۱۴۴۵هـ ق) نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ د دغه ولایت د محاکمو د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته وشوه.

په یاده ناسته کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه د مرافعه، ښاري ابتدائیه او اختصاصي محاکمو قضاتو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.

د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د محترمو قضاتو د کارونو پر ستاینه سربېره د عدل او له مراجعینو سره د ښه چلند په اړه مفصلې خبرې وکړې.

دغه راز نوموړي د مسائلو په اړه د خپلمنځي مشورو، د بیت المال د اجناسو د ساتنې، د منکراتو څخه د ځان ساتلو، پر خپل وخت حاضرۍ او د جماعت لمانځه د پابندۍ په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

محترم مفتي عبیدالله (خالد) وویل، د خپلو ضروریاتو غوښتنه له مربوطه رئیسانو سره شریکوئ چې په وخت رسېدنه ورته کیږي.

د ناستې په جریان کې د مرافعه محکمې رئیس اداري کارکوونکو ته له اسلامي امارت سره د وفادارۍ په هکله توصیې وکړې.

غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی