د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې لخوا د دوو کورنیو ترمنځ (۱۲۰) کلنه دښمني پای ته ورسېده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۰:۱۳
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې لخوا د دوو کورنیو ترمنځ (۱۲۰) کلنه دښمني پای ته ورسېده

 

نن سه شنبه (۱۶/۴/۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا د دوو کورنیو ترمنځ (۱۲۰) کلنه دښمني حل فصل شوه.
د یادو دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۱۲۰ کاله مخکې د ځمکې پر سر حقوقي دعوی رامنځته شوې وه، چې بیا وروسته یې ترمنځ د قتل پېښه هم رامنځته شوې وه، د ۱۴۰۱ هـ ش کال د ۹مې نېټې په ۸مه نېټه د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته راجع شوه.
د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې دغه دوسیه په غور او دقت تر کتلو وروسته دواړه لوري سولې ته ترغیب کړل او د مصلحینو په منځګړیتوب دغه (۱۲۰) کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د دې دوسیې د حل او فصل په موخه جوړه شوې غونډه کې چې نن د سه شنبې په ورځ (١٦/ ٤/ ١٤٤٥ هـ ق) کال دوسیه د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا جوړه شوې وې دوسیه د قضائي قرار له مخې تائید شوه.
په  دې ناسته کې د پکتيا د مرافعې محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبيدالله (خالد) او د مرافعه محکمې پلاوي، د يادې ولسوالۍ قومي مشرانو، علماوو او د دواړو جانبينو حضور درلود.
په غونډه کې لومړۍ د زرمت ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې درئیس صاحب لخوا حکم ابلاغ او د مصلحینو فیصله یې تائید کړه. ورپسې د پکتیاولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) د زرمت ولسوالۍ له درنو علماء کرامو، قومي مخورو څخه د زړه له تله مننه وکړه وویل، د جهادي بهیر پر مهال چې د یادې ولسوالۍ ولسونو له اسلامي امارت سره کومې ستړیاوې ګاللې نه هېرېدونکې دي. 
د یادونې وړ ده چې په ياده فيصله دواړو جانبينو او د غونډې کډونوالو ډېره خوښي څرګنده کړه او د پکتيا ولايت د محاکمو له رهبرۍ يې مننه وکړه.
غونډه د دواړو جانبينو په رضايت، خوښۍ او دعا په ويلو سره پاى ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی