د پکتیکا د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د چاربران او سروبي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۴:۲۴
د پکتیکا د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د چاربران او سروبي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د پکتیکاولایت د مرافعه محکمې یوه پلاوي چې مشري يې د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» کوله او د دغه ریاست د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي محمد«مختاري»او د تحریراتو آمر احسان الله «احمدي» یې غړیتوب درلود په (۲۲ /۱ /۱۴۴۵هـ ق)نېټه دچاربران او سروبي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې یاد پلاوي لومړی د چاربران ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته په رسېدو د یادې محکمې د قاضي صاحبانو په شمول د ولسوال، د قواماندانۍ له استازي او د امربالمعروف او نهی عن المنکر له مدیر سره ولیدل او د عامه امنیت، د نظام د بقاء، د مجرمینو د نیولو او له هغوی څخه په دقیق ډول تحقیق کولو او محکمې ته یې د حواله کولو، د محاکمو د امنیت او خوندیتوب، له ولس سره د نېک چلند او د امیر د اطاعت په اړه خبرې وکړې.

د مرافعه محکمې رئیس د غونډې ګډونوالو ته وویل، د جهادي بهیر څخه وروسته زموږ مسؤولیت یو په دوه برابره شوی او د یادې ولسوالۍ د محکمې په شمول د ولسوالۍ، استخباراتو، قوماندانۍ او نورو مربوطه اداراتو تر منځ پر همغږۍ یې ټینګار وکړ.

ورپسې یې د معمول په څېر د محکمې د رئیس، عضو مفتي او عضو محرر سره ولیدل، هغوی ته یې د نظام د بقا‌ء، د تېر جهادي دور هلو ځلو او تکلیفونو، د شهیدانو د وینو درناوي او د هغوي د قربانیو نه هېرولو سپارښتنه وکړه.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس قضاتو ته د جرایمو په اړه وویل چې مجرم او ظالم شخص باید هیڅ وخت جرم او ظلم ته پرېنښودل شي او د خپل عمل په سزا ورسېږي، د واسطه بازۍ او خپلوۍ څخه په قضائي امورو کې مطلق ځانونه وساتئ، د تقوا، حاضرۍ ته پر پابندۍ او له خلکو سره د نېک چلند په اړه یې قضاتو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز یاد د یاد پلاوي له جملې څخه مولوي محمد «مختاري» د یادو محاکمو دوه، دوه دانې دوسیې یې مطالعه کړې او د تحریراتو آمر احسان الله «احمدي» د یادو محاکمو اداري اجراآت لکه دحاضرۍ کتاب، د اندارج کتاب، د صادرې واردې کتاب، راپورونه وکتل.

دغه راز د مرافعه محکمې د یاد پلاوي لخوا ځیني اجراء شوي وثایق هم وکتل شول،  په دې لیدنه کې د محکمې په اړوند کارونو او مهمو موضوعاتو، د مشرتابه عالي مقام او د سترې محکمې د راغلو فرامینو د تطبیق په اړه بالخصوص د دوسیو په خپل وخت د حل کولو په باب لازم معلومات شریک شول او ځینې مهم مسائل او مواد له هیئت سره په مذاکراتي ډول یاد شول چې شته ستونزو ته الحمدلله تر ډېره د حل لاره پیداشوه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی