د پکتیکا ولایت د استیناف او ښاري محکمې د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۰:۱۵
د پکتیکا ولایت د استیناف او ښاري محکمې د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

د پکتیکا ولایت د استیناف او ښاري محکمې د قضاتو او اداري کارکوونکو ترمنځ په (۶ /۹ /۱۴۴۴هـ ق) نېټه د رسمي چارو او کارونو د لاښه والي او پرمختګ په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

یاده اداري ناسته چې د استیناف محکمې د رئیس مفتي امان الله «منقاد حقاني» په مشرۍ جوړه شوې وه د استیناف او ښاري محکمې د دېوانونو رئیسانو، مفتيانو، محررینو، د وثایقو او مخزن آمریت آمر او د استیناف او ښاري محکمې اړوند ټولو اداري کارکوونکو په کې ګډون درلود، د جزاء دېوان د عضو محرر مولوي محمد نسیم «وثیق» لخوا د قرآنکریم په مبارکو آیاتونو سره پیل شوه.

ورپسې د استیناف محکمې عمومي رئیس مفتي امان الله«منقاد حقاني» د ناستې د پیل وینا وکړه او د یاد ولایت د قضاء اړوند کارکوونکو څخه یې خوښي څرګنده کړه، ټولو قضائي او اداري غړو ته یې د کارونو د لاښه والي او همداشان د مشرتابه مقام او د سترې محکمې یو شمېر فرامین بیان کړل، ټولو قضاتو او اداري کارکوونکو ته یې د دغه فرامینو د تطبیق جدي سپارښتنه وکړه.

دغه راز د استیناف محکمې رئیس وویل، واردو شوو قضیو ته باید په ټاکلي وخت رسېدنه وشي او له کوم شرعي عذر پرته د خلکو په دوسیو کې ځنډ رامنځته نشي.

ورپسې د ښاري محکمې رئیس مولوي محمد اشرف «ابوخالد» خپله وینا وکړه وویل، په کومو دېوانونو کې چې د کار حجم د نورو په پرتله ډېر دی، له قضاتو او اداري کارکارکوونکو د همکارۍ غوښتنه وکړي ترڅو قضیو ته په وخت رسېدنه وشي، په دې طریقه به د خلکو له بې ځایه تکلیف څخه مخنیوي وشي.

وروسته د ناستې ګډونوالو په خپل نوبت سره د کارونو د لاښه تنظیم او ستونزو ته په وخت د رسېدنې په اړه خبرې وکړې؛ هغه ستونزې چې په ناسته کې بیان شوې ترډېره حده ورته رسېدنه وشوه.

یاده اداري ناسته د مدني او حقوقي دېوان د رئیس الحاج مولوي عبدالله«فیاض» لخوا په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی