د کابل د ده سبز ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته نوی رئيس ور معرفي شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳۲
د کابل د ده سبز ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته نوی رئيس ور معرفي شو


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په ۲۰مه نېټه د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته نوی رئیس محترم مفتي صفت الله (عباس) د یوې غونډې په ترڅ کې د يادې محکمې منسوبینو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کابل ولایت د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس محترم مولوي عتیق الله (عمر)، د ده سبز محکمې قضائي غړو، د ده سبز ولسوالۍ د ولسوال مرستیال، د مرافعه محکمې د مدني او امنیت عامه دېوانونو مدیرانو، د یادې ولسوالۍ د حقوقو مدیر او نورو کارکوونکو ګډون درلود.
ياده غونډه د حمد او ثنا په ویلو پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې د مدني دېوان مدیر مولوي نورآغا (مدني) د محکمې د پخواني رئیس خدمات وستایل او نوي رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
ورپسې د نوي رئیس محترم مفتي عباس د مقررۍ مکتوب ولوستل شو او ټولو کارکوونکو ته رسماً ور معرفي شو.
د غونډې په پای کې د یادې محکمې نوي رئیس ګډونوالو ته وویل، الحمدلله چې موږ یو اسلامي نظام لرو، د امیر امر په موږ واجب دی چې اطاعت ترې وکړو او د الله تعالی د کلام مطابق به زه هم تر خپل توان کوښښ کوم چې په ښه توګه خپله ياده دنده ترسره کړم.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۳۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۳۸۸) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۰
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یاد ولایت د علماوو شورا له پلاوي سره وکتل

د کابل ولايت مرافعه محکمې مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت د علماوو شورا له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه. . .

بیا په خبرونو کی