د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې له دېوانونو او مخزن څخه لیدنه وکړه
د ۱۴۴۴هـ ق کال د رمضان المبارک مېاشتې په ۱۷مه د مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده)، د دې محکمې د جزأ، مدني، عامه امنیت، تجارتي او ترافیکي دېوانونو او مخزن څخه د لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې عمومي رئیس یادو دېوانونو او مخزن ته په ورتګ سره د هر دېوان او مخزن د حاضرۍ کتابونه او په اداري کتابونو کې د طرزالعمل سره سم د اجراآتو مطابقت وڅېړه.
ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) له دېوانونو او مخزن څخه د لیدنې پر مهال د یادو دېوانونو او مخزن اداري کارکوونکو ته د چارو د لابهبود په موخه ځینې اړینې لارښوونې هم وکړې.
