د کابل مرافعه محکمې په دوو اونيوو کې (١١٨) قضيې حل او فصل کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۹:۳۷
د کابل مرافعه محکمې په دوو اونيوو کې (١١٨) قضيې حل او فصل کړې دي


د کابل ولایت مرافعه محکمې په دوو اونیو کې (د ١٦/ ٣/ ١٤٤٥ هـ ق څخه تر ٣٠/ ٣/ ١٤٤٥ هـ ق نېټې)په جزائي، نظامي، حقوقي او تجارتي برخو کې (١١٨) قضيې حل او فصل کړې دي چې پوره جزئیات يې په لاندې ډول دي:
١-د دې محکمې د جزا دېوان:
دغه دېوان ته په دوو اونیوو کې (۳۶)  دوسیې واردې شوې دي،  په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې. 
له دې جملې څخه په (۲۴) قضیو کې پرېکړه شوې، د (۶) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي او پاتې نورې دوسيې تر څیړنې لاندې دي.
۲- د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
دغه دېوان ته په دوو اونیوو کې (۱۵)  دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې. 
له دې جملې څخه په (۳) قضیو کې پرېکړه شوې، د (۱۱) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.
۳- د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
دغه دېوان ته په دوو اونیوو کې (۹) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې. 
له دې جملې څخه په (۲) قضیو کې پرېکړه شوې، د (۱) قضیې په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرار صادر شوی، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې نورې تر څیړنې لاندې دي.
۴- د دې محکمې مدني دېوان:
دغه دېوان ته په دوو اونیوو کې (۲۲)  دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې. 
له دې جملې څخه د (۳۵) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۸)دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.
۵- د دې محکمې تجارتي دېوان:
دغه دېوان ته په دوو اونیوو کې (۱۴)  دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې. 
له دې جملې څخه د (۲۱) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی