د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یو پلاوي په مشرۍ د وثایقو د ثبت آمریتونو او شهري ابتدائیه محاکمو څخه د څارنې په موخه لیدنه ترسره کړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۳:۵۶
د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یو پلاوي په مشرۍ د وثایقو د ثبت آمریتونو او شهري ابتدائیه محاکمو څخه د څارنې په موخه لیدنه ترسره کړه

 

د ۱۴۴۴هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتي په ۱۶مه د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور "رشاد آخندزاده" صاحب په مشرۍ  دوه کسیزه هیئت د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت د پنځه آمریتونو څخه څارنه ترسره کړه، چې د قضائي چارو کتنه  ښاغلي آخندزاده صاحب او د اداري چارو کتنه یې د مرافعه محکمې د تحریراتو عمومي مدیر ښاغلي عنایت الرحمن "صافي "  کوله .

د همدې میاشتي له ۱۷مې تر ۲۳مې پوري څلور کسیز پلاوي د دې ولایت  د شهري  څلورو  زونونو، ابتدائيه محاکمو او تجارتي ابتدائیه محکمې اداري او قضائي چاري وڅېړلې، چې قضائي چاري یې  د ښاغلي رشاد آخندزاده صاحب په مشرۍ د مرافعه محکمې تجارتي دېوان رئیس مولوي عبدالله "اسرار"، مولوي محمد نعیم، د مرافعه محکمې نظامي منسوبینو او د استینافي دېوان عضو مفتي په ګدون وڅېړل شوې او اداري چاري د ښاغلي صافي په واسطه وڅېړل شوې.

یاد پلاوي و یادو آمریتونو او محکمو ته په ورتګ سره د سندونو او وثیقو د ثبت په هر یوه آمریت   کې د وثیقو د ثبتولو کتابونه ، ترسره شوي وثیقې او اداري کتابونه ته په کتو سره نیمګړتیاوي په ګوته او مسئولینو ته یې د اصلاح لپاره جدي هدایات وکړل شول او کوم آمریتونه چې ور سپارل شوي مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي وه د ښاغلي آخندزاده صاحب لخوا وستایل شول.

همدا راز ټولو شهري ابتدائيه محاکمو ته په ورتګ سره  د هر یو زون د دېوانو یوه یوه دوسیه او اداري کتابونه وکتل شول، په قضائي او اداري اجراآتو کې د موجوده نیمګړتیاوو په حلېدو کې بشپړې لارښوونې وشوې.

په پای کې د څلورو زونونو اود تجارتي ابتدائیه محاکمو عمومي رئیس صاحبانو ته هدایت وشو، چې د خپلو لاس لاندې‎ مسلکي او اداري کارمندانو د اجراآتو په لا ښه کولو کې پوره هڅه وکړي او کومې  ستونزې چې په ابتدائیه محاکمو کې د حلېدو نه وي، نو ژر تر ژره دې  موضوع د مرافعه محکمې مشرتابه  سره شریکوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی