د کابل ښار د ابتدائيه محکمې د لومړي زون د عمومي رئيس او د ياد زون د امنيتي حوزو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۰:۴
د کابل ښار د ابتدائيه محکمې د لومړي زون د عمومي رئيس او د ياد زون د امنيتي حوزو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د ۱۴۵۵ هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په ۹مه نېټه د کابل ښار د ابتدائیه محکمې د لومړي زون د عمومي رئیس محترم مولوي عبدالبصیر (مصعب) په مشرۍ، د جزا، امنیت عامه او مدني دېوانونو رئیسانو او د یاد زون اړوند لومړۍ، اتمې، دوولسمې، شپاړسمې او یوویشتمې امنيتي حوزو د آمرینو، د کشف او جنائي مدیرانو په شتون کې د جرمونو د کچې د کنټرول، د قضائیه او اجرائیه قوو ترمنځ د ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د دواړو ادارو لخوا هغه موارد چې دوسیو ته د رسېدنې پر مهال د ځنډ لامل کېږي څرګند او معلول شول او د حل لپاره یې بحث او هر اړخيزې خبرې وشوې.
په پای کې د دواړو ادارو مسؤولين د جامع حللارو په وړاندې کولو سره هوکړې ته ورسېدل چې وړاندې شوې حللارې به عملي کوي، تر څو د جرمونو په کموالي کې ګټورې واقع شي، دوسيو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه وشي او د خلکو ستونزې حل شي.
ياده د همغږۍ غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

په غزني ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ نن سه شنبه ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د لوړ شاولیکوټ او میانشین ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ يو پلاوي؛ په ۹/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کندهار ولایت لوړ شاولیکوټ او میانشین ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۳۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۵۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۲۹/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۱۱ /۳ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۴۳۲) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی