د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د يادې محکمې د حقوقو له آمریت څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۴
د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د يادې محکمې د  حقوقو له آمریت څخه ليدنه وکړه

د سه شنبې په ورځ ( ۴/ ۷ / ۱۴۴۵هـ ق نېټه) د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي عزیز الرحمن (حقاني) د تحریراتو آمر شاه محمد (هلالزي) په ملتيا د مرافعه محکمې د حقوقو له آمریت څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د حقوقو آمر مولوي محمد علي (جوهري) د مرافعه محکمې رئیس ته هر کلی او ښه راغلاست ووایه او د نوموړي دا اقدام یې وستایه.
ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د ياد آمریت له چارو ليدنه وکړه، په بېلا بېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې، د حقوقو آمریت له ورځنیو چارو، د ياد آمريت د ضروریاتو په اړه یې تفصیلي معلومات وغوښتل او د مرافعه محکمې د رئیس له لوري ورته لازم هدایت وشول.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د مراجعینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه هم  هر اړخیزې خبرې وکړې، د حقوقو آمریت ټولو کارکوونکو ته يې له مراجعینو سره د احسن سلوک، حاضرۍ ته د پابندۍ، په اجراآتو کې د شفافیت او سرعت په اړه لازم هدایات ورکړل، تر څو کارونه په منظم، بې پرې توګه پر مخ ولاړ شي او د هېوادوالو ستونزې په خپل وخت حل شي.
د يادې ليدنې په پای کې د مرافعه محکمې رئیس له لوري د حقوقو آمریت منسوبینو ته د هر راز همکارۍ او لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه ورکړل شوه. 
غونډه د مرافعه محکمې د رئیس په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی