ننګرهار ولایت کې د محاکمو قضاتو، مفتیانو او محررینو ته ۱۰ ورځنی قضائي سیمینار جوړ شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۰:۶
ننګرهار ولایت کې د محاکمو قضاتو، مفتیانو او محررینو ته ۱۰ ورځنی قضائي سیمینار جوړ شو

د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان میاشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان د اسلامي امارت د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو ریاست له لوري د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د محاکمو د قضاتو، مفتیانو او محررینو لپاره  لس ورځنی قضائي سیمینار پیل شو.

یاد سیمینار د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي سید محمود لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو.

ورپسې د قضائي تعلیماتو عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (غزنوي) د پیل وینا وکړه.

د شیخ عبدالرحمن (غزنوي) صاحب تر وینا وروسته د سیمینار ګډونوالو ته لمړنۍ امتحاني پارچې چې ۱۶ پوښتنې په کې شاملې وې، ورکړل شوې  او د هغه له حل وروسته ورباندې کتابونه (اداري اوحقوقي اصولنامې، معین القضاة والمفتیین  او رهنمای وثائق) وویشل شول.

د یاد قضائي سیمینار ګډونوالو ته چې لس ورځې به دوام ولري، به د قضائي تعلیماتو د عمومي رئیس شیخ عبدالرحمن (غزنوي) صاحب، د یاد ریاست د مسلکي استادانو محترم شیخ صاحب جان، مفتي نصیب الله طیب صاحب، مفتي محمد صاحب او مفتي رازمحمد سباوون صاحب لخوا د قضاء مسلک کې عملي او نظري روزنه ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی