کندهار کې د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۰:۴۰
کندهار کې د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

د یکشنبې په ورځ (۲۰/محرم الحرام/۱۴۴۵هـ ق) نېټه دکندهار ولایت د مرافعه محکمې د دېوانونو د رئيسانو اود ښاري ابتدائیه محکمې د دېوانونو د رئيسانو ترمنځ غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د مرافعه محکمې د رئیس محترم  شیخ عبدالغفار(بحر) صاحب په مشرۍ دکندهار مرافعه محکمې د ریاست مقام  په دفتر کې جوړه شوې وه او د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم شیخ الحدیث  ګل آغاصاحب  هم په کې ګډون درلو، د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې محترم ( بحر) صاحب وینا وکړه، وویل چې د مافوق آمرینو اطاعت کول  نظم  او  یووالی منځته  راوړي.

د مرافعه محکمې رئیس په مشورو، مفاهمو او ناستو ټینګار وکړ،  په محاکمو کې يې د نظم، پاکوالي او د مراجعینو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره د نوبت د ټکټونو یادونه وکړه.

محترم  شیخ عبدالغفار(بحر) صاحب وویل، د کوم شمېر مراجعینو عرائضو ته چې په یوه کاري  ورځ کې رسېدنه کیږي په همغه شمېر مراجعین دې د یوې ورځې لپاره راوغوښتل شي.

په یادو مواردو سربېره په دې غونډه کې ځينې  نور مهم قضائي او اداري موضوعات هم رامنځته شول او د شریعت د اصولو مطابق پرې بحث وشو او د حل لا رې يې ولټول شوې.

 په غونډه کې شاملو ټولو رئيسانو په  خپل وار خبرې وکړې، د مشکلاتو  حللاره يې یوازې او یوازې دغه راز غونډې، مشورې او مفاهمې وبللې او هر یوه ټینګار پر دې وکړ چې د محترم  بحر صاحب د هدایاتو مطابق به عمل کوي.

غوڼده د دعا په ویلو سره  پای ته ورسېده.

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی