د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د زابل ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۰:۱
د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د زابل ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست او د سترې محکمې د قضائي معاونيت د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې يوه څلور کسيز پلاوي چې الحاج شيخ مفتي محمد لعل (بند تيموري)، مولوي محمد موسی کليم، مفتي محمد اسلم (مسلم) او مولوي عبدالبصیر (سميع) یې غړیتوب درلود، د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په لومړۍ نېټه د زابل ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
د قضائي تفتيش یاد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د زابل ولايت د مرافعه او ښاري محاکمو له محترمو رئیسانو سره وکتل، په دې ليدنه کې يې د محاکمو د قضائي او اداري منسوبینو د ظرفيت لوړولو او معیاري کولو په اړه خبرې وکړې.
د ليدنې په دوام ياد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د زابل مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو اړوند دېوانونو، د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو او هرې ولسوالۍ له زندان، د وثایقو آمریت او حقوقو آمریت څخه په جلا، جلا ډول لیدنه وکړه.
ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولايت له مرکزي زندان (محبس) څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکل او بیا يې د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره شریک کړل.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
ياد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نېمګړتیاوې له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د زابل ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا، جلا توګه ورسره شريکې کړې.
دغه پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت او د ولسوالیو له مسؤولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست مفتشینو د زابل ولايت د محاکمو پر وړاندې د شته ستونزو دقیقه او هر اړخیزه څېړنه وکړه.
د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست مفتشينو ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الأولی مياشتې په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی