د پکتيکا او بادغيس ولايتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۲۷۱) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۳۹
د پکتيکا او بادغيس ولايتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۲۷۱) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د پکتيکا او بادغيس ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۲۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۲۷۱) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د پکتيکا او بادغيس ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۳۱) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۱۲۸) عرض‌پاڼې اصلاح شوې، (۶۵) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۵) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۳) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د پکتيکا او بادغيس ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۴۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲) دوسيې تطبيق شوې، (۳) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۷) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۵۲) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی