د فارياب ولایت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۶۲۷) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۱:۲۰
د فارياب ولایت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۶۲۷) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د فارياب ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۶۲۷) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د فارياب ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۵۹۸) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۱۴۶) عرض‌پاڼې د مصالحې له لارې حل او فصل شوې، (۲۱۶) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۷) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۲۹) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.

د دوسيو په برخه کې:
د فارياب ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲۴) دوسيې تطبيق شوې، (۱) دوسيه محاکمو ته لېږل شوې، (۳) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱) دوسيه حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

بیا په خبرونو کی