د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست پلاوي د ختیځ زون نظامي محاکمو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۵:۱۳
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست پلاوي د ختیځ زون نظامي محاکمو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د تفتیش او کنټرول، ددعوت او ارشاد عمومي مدیریتونو ګډ شپږ کسیز پلاوي چې مشري یې د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف (عمري) کوله، د روان۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الآولی میاشتې په ۲۵مه نېټه د ختیځ زون نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.

یاد پلاوي په دې لیدنه کې د ختیځ زون اړوند ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو په امنیتي قطعاتو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمانونو، د ریاست الوزراء محترم مقام او سترې محکمې محترم مقام د هدایاتو د تطبیق، د مجاهدینو له تعیناتو، اداري او امنیتي چارو، د توقیف خونې امنیت تأمینولو، اکمال او توزیع، د پرسونل له حاضرۍ، ۲۴ ساعته نوکریوالۍ د تطبیق، د پیره دارۍ له ځایونو او نورو اړوند مواردو څخه کنټرول او څارنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي مجاهدینو ته د صورت او سیرت د اصلاح، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، په جماعت سره د لمانځه ادا کولو او خپلو دندو ته د پاملرنې په برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو تر څنګ یو شمېر مجاهدینو ته د ښه خدمت کولو په خاطر ځانګړي ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ ورکړې او په راتلونکي کې یې د لا ښه خدمت کولو په موخه ځینې مشورې ورکړې. 
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي د محاکمو له رئیسانو، والي صاحبانو، د استخباراتو له رئیسانو او امنیه قوماندانانو، سره د همغږۍ، يووالي او همکاريو د لا ټینګښت لپاره اړینې ناستې ترسره کړې.
د یاد پلاوي دغه له لاسته راوړنو ډک سفر د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الآخره میاشتې په ۶مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی