د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې اداري مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت له راغلي پلاوي سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۴۹
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې اداري مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت له راغلي پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني)، د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست رئیس محترم شیخ محمد شریف (حقاني)، د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم مولوي عبدالوکیل (حقاني)، د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئیس محترم مفتي عبدالرشید (سعید)، د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد)، نن پنجشنبه (۱۲ /جمادی الأولی /۱۴۴۶ هـ ق نېټه) د ایران اسلامي جمهوریت څخه راغلي لوړ رتبه پلاوي سره د سترې محکمې د عالي مقام د ناستو په تالار کې وکتل.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو استازو په قضائي برخه کې د افغانستان اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ پر دوستانه اړیکو او افغان زندانیانو د لېږد په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) وویل، ایران او افغانستان دواړه هغه ګاونډي هېوادونه دي چې ګډ مشترکات لري او تل یې له یو بل سره دوستانه او پر متقابل احترام برابرې اړیکې درلودلې دي.
محترم شیخ صاحب زیاته کړه، موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو، د ایران له اسلامي جمهوریت څخه مو هیله ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو مسایلو لکه افغان زندانیانو د لېږد او دې ته ورته نورو مواردو په تړاو د تېر په څېر په بشپړ صداقت، ایماندارۍ او اخلاص کار وکړي.
دغه راز د سترې محکمې اداري معاون صاحب وویل، افغانستان په تېرو څه باندې ۴۰ کلونو کې د کفري هېوادونو د یرغل له امله له سختو مشکلاتو سره مخ شوی، په دې موده کې ډېر شمېر افغانانو د ایران اسلامي جمهوریت په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته مهاجرت کړی دی، طبیعي ده چې له دوی څخه به هلته ځينې جرایم ترسره کېږي؛ خو له تاسو مو هیله داده چې د اسلامي اخوت له مخې ورسره نرم چلند وکړئ.
په دې سربېره د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست رئیس محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب خبرې وکړې وویل، مسلمانان په اصل کې واحد ملت دی او مسلمان که هر اسلامي هېواد کې وي باید حقوق یې خوندي وي، د جرم صادرېدو په صورت کې باید د اسلامي شریعت مطابق چلند ورسره وشي.
محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب زیاته کړه، د اسلام مبارک دین امر کړی چې له مسلمانو سره سختي مه کوئ؛ بلکې نرمي ورسره وکړئ، بناءً موږ له تاسو هیله لرو چې خپل هېواد کې له افغان ګډوالو او زندانیانو سره د اسلامي شریعت د حکم مطابق نرم چلند وکړئ.
ورپسې د ایران اسلامي جمهوریت د راغلي پلاوي مشر، د بشري حقونو مرستیال او د محکومینو د انتقال کمېټې رئیس محترم عسکر (جلالیان) د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې له مسؤولینو مننه وکړه چې دوی ته یې د لیدنې وخت ورکړ وویل، ایران او افغانستان هغه اسلامي هېوادونه دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې ښې اړیکې پاللې دي، موږ د تل په څېر له افغانستان سره ښو اړیکو لرلو ته ژمن یو.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، ایران هڅه کوي چې له افغان کډوالو په ځانګړې توګه افغان زندانیانو سره نرم چلند وکړي، د افغان زندانیانو د انتقال برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه به د دواړو هېوادونو مسؤولین خبرې وکړي.

ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۵۸
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د زنا په تور او له کوره د تېښتې په جرم؛ په ۱۲/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یادې محکمې په انګړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۱۱
Background image

د کابل ولايت نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱ /۱۲ /۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۲ /۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۴۸
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۶۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۶۶) دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی