د خوست ولايت د مرافعه محکمې د سرپرست رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه
د خوست ولایت مرافعه محکمې سرپرست رئيس محترم مفتي عبدالقيــــــوم (صاحب زاده) په مشرۍ د عدليې، استخباراتو، امنیه قومندانۍ، د فرامينود تعقيب او نظارت، علماوو شورا او امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو رياستونو رئيسانو او د ولايت مقا استازي په ګډون، په ۴/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې سريرست رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه؛ ورپسې يې د غونډې موضوعات او اجنډا وړاندې کړه.
د غونډې په دوام ګډونوالو د وړاندې شويو موضوعاتو د حل لپاره نظرونه وړاندې کړل؛ ترڅو ټولو موضوعاتو ته مناسبې حل لارې پيدا کړي.
د غونډې په پای کې د محاکمو او اړوندو ادارو ترمنځ د چارو په همغږۍ ټينګار وشو او د غونډې د موضوعاتو د حل او فصل لپاره مناسب تصامیم ونيول شول.
