د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو شمېر قضائي او اداري موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخیزې خبرې وشوې؛ د ناستې ګډونوالو یې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، چې په پایله کې لاندې پرېکړې وشوې:
۱. که کوم عارض محکمې ته عریضه وړاندې کړي؛ خو عریضه نېمګړتیاوې او نواقص ولري، اړوند قاضي به عارض مکلفوي، چې نوې او اصلاح شوې عریضه محکمې ته وړاندې کړي؛ د استعلام له لارې د عریضې اصلاح کول مناسب او اصولي اقدام نه دی.
۲. د عریضې د اصلاح په صورت کې، اصلاح شوې عریضه باید مستقیمًا د هماغه اړوند دېوان په عنوان وړاندې شي.
۳. که کوم دېوان د یوې موضوع څېړنه د خپل صلاحیت په حدودو کې ونه ګڼي؛ نو د ښاري محکمې له رئیس سره تر مشورې او د هغه تر نظر وروسته دې، د موضوع په اړه د عدم صلاحیت قرار صادر کړي.
۴. د قضائي قرارونو لپاره دې یو ځانګړی، متحد او متفق فورم ترتیب شي، چې په دې اړه د مدني او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو ته دنده وسپارل شوه.
۵. هغه شخص، چې د حقوقو آمریت له لوري توقیف شوی وي او د دعوې اړوند اسناد یې اړوند دېوان ته لېږل شوي وي، که چېرې دېوان یاد شخص له توقیف څخه خوشی کوي؛ نو د خوشي کېدو د مکتوب یوه کاپي دې د خبرتیا په موخه د حقوقو آمریت ته ولېږل شي.
۶. ټول دېوانونه مکلف دي، چې خپل اداري اجراآت د سترې محکمې له لوري د ترتیب شوي روزنیز اداري سیمینار د لارښوونو او اصولو سره سم ترسره کړي.
۷. ټول دېوانونه مکلف دي، چې د اداري مراسلاتو، لکه مکتوب، پیشنهاد، استعلام او نورو اسنادو، د یوې ادارې څخه بلې ادارې ته د لېږلو پر مهال د سلسله مراتب اصل په بشپړه توګه مراعات کړي او یاد مراسلات دې د ښاري ابتدائیه محکمې د ریاست له لارې اړوندې ادارې ته ولېږل شي.
په پای کې، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د ګډونوالو له نظریاتو څخه د مننې ترڅنګ، اړوندو دېوانونو ته د یادو پرېکړو د جدي، اصولي او پر وخت عملي کولو په موخه لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د حقوقو او وثايقو آمرينو او امنيتي قطعې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

بیا په خبرونو کی