د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا په قضائي بستونو کې د تازه مقررېدونکو کسانو لپاره درې میاشتنی علمي او عملي سیمینار پیل شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۴۴
د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا په قضائي بستونو کې د تازه مقررېدونکو کسانو لپاره درې میاشتنی علمي او عملي سیمینار پیل شو

د سترې محکمې اړوند قضائي زده کړو عمومي ریاست کې په (۲۵/۵/۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د قضاء، افتاء او تحریر برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه هغه علماء کرامو ته چې د درې ګونو محاکمو قضائي بستونو کې پر دندو ګمارل کېږي درې میاشتنی سیمینار پیل شو.
دغه قضائي سیمینار چې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو شاوخوا (۲۱۰) کسانو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې د قضائي زده کړو عمومي ریاست استاد محترم شیخ قیام الدین قانت د سیمینار په اړه هر اړخیزه وینا وکړه وویل، په دغه قضائي سیمینار کې به د مسلکي استادانو او علماء کرامو لخوا د قضاء او افتاء برخه کې ضروري او اساسي مضامین تدریس کېږي.
شیخ صاحب زیاته کړه، دغه سیمینار به دوې (نظري او عملي) برخې لري، په عملي برخه کې د سیمینار په ګډونوالو د تدریس شوو مسایلو عملي کار کېږي، دوی ته د حل او فصل په موخه قضائي موضوعات ورکول کېږي او بیا یې پارچې کتل کېږي.
د سیمینار ګډونوالو د سترې محکمې له عالي مقام څخه مننه وکړه چې دوی ته یې د قضاء او افتاء برخه کې د دغه مهم او ګټور سیمینار د جوړېدو فرصت برابر کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين ږېرو په منځګړيتوب، د ترافيکي پېښو له امله رامنځته شوې د قتل دوه موضوعات، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی. . .

بیا په خبرونو کی