د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۸هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۱:۵۳
د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۸هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د
د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۸هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د مالیې وزارت د داخلي تفتیش له لوري د قضائي مفتشینو لپاره د مالي او حسابي چارو تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام ترسره شو.
۲ـ قضائي مفتشینو د بامیان، بادغیس، پکتیا او غور ولایتونو محاکمو، د سترې محکمې د مرکزي تمیز دېوانونو، د کابل ولایت د اختصاصي او نظامي محاکمو کړنې وڅېړلې، د څېړنو پر مهال د موجودو نېمګړتیاوو په اړه اړوندو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې، راپورونه یې د لا زیاتو لارښوونو او تصمیم نیونې په موخه د سترې محکمې عالي مقام ته ولېږل شول.
۳ـ د قضائي او اداري مسئولینو د ستونزو د تشخیص او حل په موخه د مفتشینو (۷) ډلې د بامیان، بادغیس، پکتیا او غور ولایتونو، د سترې محکمې د مرکزي دېوانونو، د کابل ولایت اختصاصي او نظامي محاکمو ته ولېږل شوې، د یادو مفتشینو د څېړنو راپورونه د راتلونکو لارښوونو او تصمیم نیونې لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته وړاندې شول.
۴ـ د قضائي تفتیش عمومي ریاست د خپلو دندو په چوکاټ کې د سترې محکمې د عالي شورا د مصوباتو، مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو پر تطبیق دوامداره څارنه ترسره کړې ده او د تطبیق په برخه کې یې قضائي او اداري مسئولینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې کړې، څو په محاکمو کې واحده قضائي او معیاري رویه لا پیاوړې شي.
۵ـ قضائي مفتشینو د محاکمو د عادي څېړنو پر مهال د ولایتونو د محاکمو ربعوار او کلني راپورونه وڅېړل، د راپورونو ترمنځ یې د ځینو تفاوتونو لاملونه تشخیص او اړوندو مسئولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
۶ـ قضائي مفتشینو د محاکمو د عادي څېړنو پر مهال د هغو قضائي، اداري او خدماتي مسئولینو وړتیا، استعداد او اخلاص ته پام کړی، چې د پرمختګ وړ وو؛ د هغوی د ارتقا یا لوړو بستونو ته د ټاکنې په اړه یې راپورونه د تصمیم نیونې لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته وړاندې کړل.
۷ـ قضائي مفتشینو د محاکمو د عادي څېړنو پر مهال قضائي، اداري او خدمتي مسئولینو ته لازمې او جدي لارښوونې وکړې، څو د اسلامي امارت او محاکمو په تړاو د خلکو باور لا زیات شي او د مراجعینو شکایتونو ته پر وخت او د اصولو مطابق رسېدنه وشي.
۸ـ قضائي مفتشینو د محاکمو د استوګنیزو او فزیکي ودانیو وضعیت وڅېړه او د یادو ودانیو د ترمیم په اړه یې خپل راپورونه د راتلونکو لارښوونو او تصمیم نیونې لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته ولېږل.
۹ـ د بامیان، بادغیس، پکتیا او غور ولایتونو په محاکمو او محبسونو کې د عادي اجراآتو د څېړنې پر مهال د محبوسینو وضعیت وڅېړل شو، د یادو محبوسینو غوښتنې ثبت او هغه ته یې د رسېدنې په موخه د مرافعه، ښاري ابتدائیه محاکمو او نورو اړوندو مراجعو سره شریک شول، څو د محبوسینو اصولوي غوښتنو ته لازمه رسېدنه وشي.
۱۰ـ په لومړۍ ربعه کې د یاد عمومي ریاست له خوا (۸۹۹) اقتضائي عرایضو ته هم رسېدنه شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې دي:
۱ـ د حقوقي او قضائي مطالعاتو ریاست قضائي مدققینو د شاهدانو د تزکیې د طرز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۸هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د
د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۸هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د مالیې وزارت د داخلي تفتیش له لوري د قضائي مفتشینو لپاره د مالي او حسابي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د کابل ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۴۰۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۲۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د وثایقو آمریتونو او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د ۱ /۵ /۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰ /۵ /۱۴۴۸ هـ ق نېټې پورې (۴۴۰۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۲۴). . .

بیا په خبرونو کی