د خوست ولایت د مرافعه محکمې د دعوت او ارشاد آمر د معرفت غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۱۹
د خوست ولایت د مرافعه محکمې د دعوت او ارشاد آمر د معرفت غونډه وشوه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې د دعوت او ارشاد آمر مولوي حمیدالله (شهاب) د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي امین الله (منیب) لخوا په ۵ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه اړوند مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو.  
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د خوست ولایت د مرافعه محکمې مرستیال مولوي محمد (مدني)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي محمد عالم (حذیفه)، د یادې محکمې د مدني دېوان رئیس مولوي امیرمحمد (ایثار)، د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان رئیس مولوي حکمت الله (مزمل)، د وثايقو، حقوقو او تحریراتو آمرینو، د امنیتي قطعې عمومي قوماندان مولوي افتخار (احمد) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس وينا وکړه وويل  مسؤولیت یوه الهي ازموینه ده، په دغه آزموینه کې د بريا لپاره باید هر کار د الله تعالی د رضا په خاطر په ښه ډول ترسره کړئ.
ورپسې نوي معرفي شوي آمر ډاډ څرګند کړ چې ورسپارل شوې دنده او مسؤولیت به په ښه ډول ترسره کړي او زیاته یې کړه، الحمدلله چې څښتن تعالی موږ ته له ډېرو قربانیو او ناخوالو وروسته اسلامي نظام را په برخه کړ، اوس د ملت د هوساینې وخت رارسېدلی، ټول باید په ګډه د ملت د هوساینې لپاره کار وکړو.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی