په خوست ولایت کې شپږو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۱۸
په خوست ولایت کې شپږو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو په اساس په ۱/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه شپږو کسانو ته د نامشروع اړیکو، فريبکارۍ او رشوت اخیستلو په جرم په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې څلور مجرمين پر یوـ یو کال تنفیذي بند او ۳۵ - ۳۵ دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر دوه کاله تنفیذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا او شپږم مجرم پر یوه کال تنفيذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د خوست ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مولوي امین الله (منیب)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، قضائي او نظامي منسوبینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو تطبیق شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی