د بادغيس، دايکنډي، خوست او پکتيکا ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱۱۹۴) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۱:۳۵
د بادغيس، دايکنډي، خوست او پکتيکا ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱۱۹۴) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بادغيس، دايکنډي، خوست او پکتيکا ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۸/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۸/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۱۹۴) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۰۵۶) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۳۳۹) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۲۷۳) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۶) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۵۵) عرض‌پاڼې حفظ شوې، (۲۷۳) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۳۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۱) دوسيې تطبيق شوې، (۷) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۴) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۱۵) دوسيې حفظ شوې، (۱) دوسيه تطبيق شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی