د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د څلورمې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۴:۵۶
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د څلورمې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د قضائيه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د حضرت خالد ابن ولید (رضی الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د معسکراتو د څلورمې دورې افتتاحیه ناسته 
د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۳ مه نېټه د یاد ریاست په انګړ کې ترسره شوه.
 په دې ناسته کې د قضائيه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، د حضرت خالد ابن ولید (رضی الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندان مولوي نقیب الله (بلال) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
ناسته د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو ته د یاد ریاست رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) د اعداد د ارزښت په اړه وینا وکړه وویل، په دنیا او آخرت کې به هغه څوک بری مومي، چې د دنیوي ستونزو سره د سالمې مبارزې لپاره اعداد او تدریب وکړي، د اعداد په کولو سره به مجاهدین هم د فزیکي وړتیاوو څخه لا برخمن شي او هم به د مجاهدینو عقیدې لا راسخې او مستحکمې شي.
محترم سعيد زیاته کړه، خپل ارزښتناکه وخت په بې هوده توګه مه مصرفوئ، د اسلامي نظام د بقاء لپاره دا ستړیاوې او مشقتونه وزغمئ، دغه اسلامي نظام لا مستحکم او پر خپلو پښو ودروئ، تر څو الهي مکلفیت اداء او دغه اسلامي نظام ته د خدمت جوګه شئ.
دغه راز د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نقیب الله بلال ډاډ ورکړ، چې له مجاهدینو سره به هره ممکنه همکاري کوي تر څو له دغه دورې څخه پوره ګټه واخلي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی