په ننګرهار ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۳۸
په ننګرهار ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سپين‌زر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې په (قطاع الطريقۍ) متهم وو؛ نن يکشنبه (۲/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان پر دوه ـ دوه کاله او شپږوـ شپږو میاشتو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې ابتدائیه محکمې رئيس، قضائي غړو او اداري کارکوونکو، ولسوال، امنیه قوماندان، د استخباراتو مدیر، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو کارکوونکو او عام ولس ګډون درلود.
 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یادې ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سید محمود (الهاشمي) وینا وکړه وویل، الحمدلله په افغانستان کې اسلامي او شرعي نظام قائم دی او د ټولو افغانانو هیلې همدې نظام پورې تړلې دي، هر هغه څوک چې د شریعت خلاف کړنې ترسره کوي، هغوی ته به د شریعت مطابق سزا ورکول کېږي او د نظام بقاء د اسلامي احکامو په تطبیق کې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی