د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت بېلابېلو امارتي ادارو او نظامي ارګانونو سره د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۱:۴۵
د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت بېلابېلو امارتي ادارو او نظامي ارګانونو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ په ۱۱/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو قضاتو، د تحريرات او حقوقو آمرينو، عدليې، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياستونو رئيسانو، د ولايت مقام، د استخباراتو رياست، ښاروالۍ، د فرامينو د تعقيب او نظارت او امنيه قوماندانۍ استازو ، د علماوو شورا رئيس او د نظامي  محکمې علماوو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د مولوي ولي محمد (واحدي) لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس محترم خليل ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د غونډې اجنډا ګډونوالو ته وړاندې کړه وویل، موږ او ستاسو ټولو مسؤولينو هغه که په نظامي ارګانونو کې دي او که په ملکي ادارو کې، ټول یو نظام ده په ګډه به دې اسلامي نظام ته خدمت کوو، په خپل منځونو کې به پوره همکاري او وخت په وخت به خپلې ستونزې  سره شریکوو.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، د جهاد او شهيدانو د قربانيو، زموږ او ستاسو د تکاليفو مقصد او موخه دا وه چې د ځمکې پر مخ باندې د شریعت ټول احکام، حدود، قصاص او تعزیرات جاري او عملي کړو، موږ او ستاسو ټول مسؤولين په ازموينه کې یو او خپل مسؤوليتونه به پوره معنی باندې ادا کوو، ځکه د هر مسؤول څخه به د خپل ورسپارل شوي مسؤوليت پوښتنه کېږي، ټول به په پوره اخلاص او د اطاعت تر چتر لاندې خپل مسؤوليتونه ترسره کوو.
دغه راز ګډونوالو د وړاندې شويو موضوعاتو د حل لپاره نظرونه وړاندې کړل؛ ترڅو موجوده ستونزو ته مناسبې د حل او فصل لارې پيدا کړي.
د غونډې په پای کې د محاکمو او اړوندو ادارو ترمنځ په همغږۍ ټينګار وشو او غونډې ته د هرې ادارې د وړاندې شویو موضوعاتو د حل او فصل لپاره مناسب تصميمونه ونيول شول.
غونډه د علماوو شورا رئيس شيخ انورحسین (الحسیني) په دعاء ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثيقې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۵۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په دوو اونيو کې د (۳۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په دوو اونيو کې (له ۱۳ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د (۳۳) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۵۴
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۰۶۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۰۶۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی