د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو په دوو اونیو کې (۱۰۷۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونیو کې (له ۱ / ۶ / ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۶ / ۶ /۱۴۴۷هـ ق) پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۰۷۵) دوسیو ته رسېدنه کړې ده چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
- د جزائي دوسیو په برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونیو کې ( ۴۵۲) جزائي دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجود وې.
له دې جملې څخه (۳۶۸) دوسیې فیصله شوې، د (۱۰۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
- د حقوقي دوسیو په برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونیو کې ( ۲۵۴) حقوقي او مدني دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجود وې.
له دې جملې څخه (۶۳) دوسیې فیصله شوې، د (۱۷۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
- د تجارتې دوسیو په برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونیو کې ( ۲۹۲) تجارتي دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجود وې.
له دې جملې څخه (۱۲۸) دوسیې فیصله شوې، د (۱۳۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
