نن د کندهار زون نظامي محکمې لخوا څلورو کسانو ته تنفیذي بند او تعزیري سزاګانې ورکړل شوې

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۳:۵۹
نن د کندهار زون نظامي محکمې لخوا څلورو کسانو ته تنفیذي بند او تعزیري سزاګانې ورکړل شوې

نن پنجشنبه (د روان ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۵مه نېټه) د کندهار زون نظامي محکمې لخوا څلورو کسانو ته د بېلا بېلو جرمونو په اساس تنفیذي بند او تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.

د یادو کسانو له ډلې دوو مجرمینو ته د سیاسي فعالیت په جرم ۱۵ـ۱۵ کاله قید او یو بل کس ته د اخلاقي فساد په جرم ۸ میاشتې قید ورکړل شو. دغه راز څلورم کس ته د سیاسي فعالیت په جرم پر ۳۰ دُرې تعزیري سزا سربېره قید ورکړل شو.

او د همدې محکمې لخوا درېیو نورو بندیانو ته چې د مختلفو جرمونو په تور نیول شوي وو، برأت ورکړل شو او ازاد شول.

د یادونې وړ ده چې درې نور متهمین چې د خپل منځي شخړې او جنجال په تور نیول شوي وو هم په یاده نېټه د ښکته میوند ولسوالۍ لخوا د کندهار نظامي زون محکمې ته تسلیم شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۸۷۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د هلمند ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۸۷۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۶) وثيقې هم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۱۱
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د شوال المکرم میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په جریان کې د (۸۹) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه په مجموع کې (۶۲۵) مکتوبونه د هدایت غوښتنې. . .

بیا په خبرونو کی