د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۸۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۸
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۸۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۱۸۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۰۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۰۸) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۷) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۷۸) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۳۱
Background image

په کونړ ولايت کې درېيو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې درېیو کسانو ته د لواطت په تور؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
مرافعه محکمې یاد کسان پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۲۸
Background image

په پکتیا ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت څمکنیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو لخوا د جبري نکاح مخه ونیول شوه

د پکتيکا ولايت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ۱۸/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په بدو کې د يوې نجلۍ د ورکولو او جبري نکاح مخنیوی وکړ.
په یاده موضوع کې (۱۲) کاله مخکې یوه نجلۍ چې هغه مهال. . .

بیا په خبرونو کی