د فراه ولایت مرافعې محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۷:۴۵
د فراه ولایت مرافعې محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د فراه ولایت د مرافعې محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام رسول (احساني) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې مرستیال مولوي سید مؤمن (ابوالخیر)، د جزا، امنیت عامه، او مدني دېوانونو رئیسانو او غړو په ګډون په ۲۲/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې پر يو شمېر موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
په دې غونډه کې په ادارو کې پر اتحاد او يووالي، د هېوادوالو حقوقي او قضائي دوسيو ته پر وخت رسېدنه او حاضرۍ په پابندۍ باندې ټينګار وشو.
د غونډې په وروستيو کې ګډونوالو د یادو مواردو د تحقق لپاره پوره همغږي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د خدماتو د لا ښه‌والي په موخه به خپل مسؤولیتونه په امانتدارۍ او صداقت سره ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د عدلیې له رئیس سره وکتل

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د عدليې له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ليدنه کې د دواړو ادارو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثيقې. . .

بیا په خبرونو کی