په زابل ولایت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس په درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د مرافعه محکمې او سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته د دې محکمې د غړو او نورو امارتي ادارو کارکوونکو او مراجعينو په شتون کې تطبيق شوه.
