د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۱
د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۱۷ /۷ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع شپږ میاشتې وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ چې له امله يې يو کس وژل شوی و.
دغه موضوع د ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ ورپسې مسؤولينو او قومي مشرانو دواړه کورنۍ سولې ته وهڅولې، له ډېرو هڅو او ترغيب وروسته دواړه کورنیو سولې ته غاړه کېښوده.
یاده د قتل موضوع د جانبینو تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې د سيمې علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین‌‌ږیرو هم ګډون درلود؛ د مقتول کورنۍ لخوا د قاتل کورنۍ ته له بخښنې وروسته په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۹ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د غلا او لواطت په تور، په (۲۳/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له اتو میاشتو. . .

بیا په خبرونو کی