د خوست ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۶۷) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۸۶) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۵۱
د خوست ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۶۷) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۸۶) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۶۷) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۸۶) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۱۳۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۲۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۸) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۸۶) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل  موضوع حل شوه

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۴ /۱۲ / ۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل  موضوع حل او فصل شوه.

یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي ضیاءالحق (عکرمه) او د جزا دېوان رئیس مفتي امین ګلاب. . .

بیا په خبرونو کی