د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، د محافظتي قطعې استازي او یو شمېر نورو مسؤولينو په ګډون میاشتنۍ اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال محترم شيخ نور الله (منیر) وینا وکړه وویل، همدې قضائي معاونیت کې باید ټول مسؤولین هغه که قضائي، اداري، خدمتي او یا هم محافظتي وي، باید ټوله یو له بل سره په همغږۍ د مراجعینو ستونزو ته رسېدنه وکړي او ورسره په ورین تندي چلند وکړي، تر څو هغه موضوعات چې همدې محاکمو ته راجع کېږي؛ په ښه ډول او د شریعت په چوکاټ کې حل شي.
محترم شيخ صاحب د اداري غونډو په دوام ګډونوالو سره د قضائي او اداري مکتوبونو، پیشنهادونو، عریضو، دوسیو او ریاست مقام سره د هغو شریکولو او خدمتي کارکوونکو اړوند موضوعاتو په اړه تفصيلي خبرې او بحث وکړ.
 د غونډې په دوام د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس، د دېوانونو رئیسانو او نورو مسؤولینو هر یو په خپل وار سره ډاډ څرګند کړ چې هغه پرېکړې چې په همدې غونډه کې نهايي شوې؛ ورباندې به عمل کوي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۱۹
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ د محاکمو د اداري چارو د لا بهبود په موخه غونډه وشوه

د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب په مشرۍ، د سترې محکمې د مرکزي اداري ریاستونو د ټولو رئیسانو په ګډون، نن دوشنبه (۲۶/۱۰/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د محاکمو د اداري چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت سيدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور؛ نن دوشنبې (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

په زابل ولایت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس په درې کاله تنفيذي بند او ۳۹. . .

بیا په خبرونو کی