د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د جزائي دوسیو د وروستیو تحقیقاتو بشپړولو په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۱:۵۴
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د جزائي دوسیو د وروستیو تحقیقاتو بشپړولو په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) او محترم مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو د وروستیو تحقیقاتو د بشپړولو په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ.
د جزاء دېوان عمومي رئیس بلخ ولایت ته د دغه دوه ورځني سفر پر مهال یاد ولایت کې د ۱۲ جزائي دوسیو په اړه وروستي او لازم تحقیقات بشپړ کړل.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) په یاد سفر کې د بلخ ولایت د مرافعه او نورو اړوند محاکمو له قضائي غړو سره وکتل؛ د جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د بلخ ولایت د محاکمو قضائي غړو ته د جزائي دوسیو د حل او فصل په موخه لازم هدایات وکړل وویل، قضائیه قوه په اسلامي نظام کې مهم ارګان دی چې د عدالت تأمین، د مظلوم غږ اورېدل، مجرمینو ته د شرعي اصولو مطابق سزا ورکول او حق حقدار ته سپارل يې عمده مسؤولیتونه دي.
محترم مفتي دروېش صاحب زیاته کړه، د محاکمو مسؤولین باید د شریعت مطابق فیصلې وکړي او د هېچا تر مستقیم یا غیر مستقیم فشار لاندې رانشي.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یاد سفر پر مهال د جزائي دوسیو له جانبینو سره وکتل او له هغوی یې د دوسیو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی