د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د اتمې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۱
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د اتمې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید )رضي‌الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د نظامي زده کړو د اتمې دورې افتتاحیه ناسته؛ د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۱مه نېټه د یاد ریاست په انګړ کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دفتر عمومي مدیر الحاج مولوي خان محمد (مستغفر)، د حضرت خالد بن ولید (رضي‌الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندان مولوي ابراهیم (برهان) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
ناسته د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو ته د یاد ریاست د دفتر عمومي مدیر الحاج مولوي خان محمد (مستغفر) د اعداد د ارزښت په اړه وینا وکړه وویل، اعداد د مجاهدینو لپاره عبادت دی، د زړه، عقل، او بدن روزنه ده،  اعداد دی چې مجاهدین نه یوازې د جګړې لپاره تیاروي؛ بلکې د ولس خدمت، اخلاقو لوړولو او د شریعت حاکمیت ته یې اماده کوي.
نوموړي زیاته کړه، دا چې الله تعالی افغانانو ته له ډېرو قربانیو او ستونزو زغملو وروسته دغه اسلامي نظام ور په برخه کړ؛ نو د دغه اسلامي نظام د بقاء او لا مستحکم کېدو لپاره به له هرې ممکنې لارې کوښښ کوو چې اعداد او تدریب وکړو، تر څو د نظام پر وړاندې د هر کېدونکی بغاوت ملا ماته کړو او دغه اسلامي نظام ته د خدمت جوګه شو.
 د یادونې وړ ده چې په یاده دوره کې به (۱۴۰) مجاهدینو ته نظامي او عقیدوي روزنه ورکړل شي. 
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

بیا په خبرونو کی