د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۸۱) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۰:۵۵
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۸۱) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۸۱) وثيقې يې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:

په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۱۶۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۸) دوسیې فیصله شوې، (۲۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۴۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 

د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۸۱) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۲۷
Background image

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
د دارالانشاء عمومي ریاست په دویمه ربعه کې د محاکمو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۳۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر (۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۳۷۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۷
Background image

د هرات، زابل او روزګان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۵۶۰۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات، زابل او روزګان ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۷/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۷ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۶۰۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی